چین یو وار بیا پر ایران د امریکا د متحدو ایالاتونو له بندیزونو سره خپل مخالفت څرګند کړ.
پیکنګ په عین حال کې له تهران سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د همکاریو د ۲۵ کلنې موافقې د پیل خبر ورکړ.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، پرون په یوه کنفرانس کې د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو د هڅو ملاتړ وکړ.
د وانګ يي او د هغه د ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان د کتنې په اړه جزییات نن د چین د بهرنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه خپاره شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په لومړي ګام کې امریکا له ایران سره د روانو ستونزو مسووله ده چې په ۲۰۱۸م زیږدیز کال کې له اټمي تړونه په یواړخیز ډول ووتله.
د اټمي تړون له مخې ایران د اقتصادي بندیزونو کمېدو په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدود کړی و.