د امریکا متحدو ایالاتونو د روسیې د هغه اقدام هرکلی وکړ چې د هککرانو د یوې بدنامې ډلې د غړو د نیولو لپاره یې کړی دی.
په دوی کې هغه کس هم شامل دی چې د امریکا د نللیکې پر عملیاتي برخې د تېرکال د باج اخیستنې په نیت په مشکوکه انټرنټي حمله تورن دی.
د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل چې پر دغو ابتدايي اقداماتو خوشحاله شوي دي.
هغه غوښتنه وکړه، هغه کسان چې د انټرنټي حملې شک ورباندې کېږي د روسیې له خوا مجازات شي.
تردې څو ساعته مخکې د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې اعلان وکړ چې د امریکا په درخواست یې د هککرانو د یوې بدنامې ډلې ۱۴ مشکوک غړي نیولي دي.