په افغانستان کې د مالیاتو اوونۍ پیل شوه

د مالیې وزارت

نن شنبه د (د مرغومي ۲۵مه) په افغانستان کې د مالیاتو اوونۍ پیل شوه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې اړه کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، د مالیې ورکړه د هر افغان مسولیت دی.

د ښاغلي مجاهد په خبره، افغانستان اوس له سخت حالته تیریدونکی دی او د مالیاتي نظام دودول کولی شي تر ډېره ستونزې راکمې کړي.

د مالیاتو اوونۍ هر کال په افغانستان کې د مالیې د ورکړې فرهنګ، په دې برخه کې د عامه پوهاوي او دغه شان د مالیې د ورکړې د ارزښت په موخه نماځل کېږي.

خو دا ځل یاده اوونۍ په افغانستان کې په داسې حال کې نماځل کېږي چې عام افغانان له هر بل وخته زیات له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دغه شان په بېلابېلو برخو کې پانګوال او سوداګرو هم د دوی د کارونو پر وړاندې د ستونزو او فعالیتونو له نشتون څخه شکایت کوي.