کونړ کې ځینو خلکو په اشر ځانته سړک راغځولی او ترمیموي یې هم

د کور باغ د سیمې اوسیدونکي

د کونړ وټه پور ولسوالۍ اړوند د کور باغ اوسیدونکي وايي، خپلې سیمې ته يې په اشر سړک غځولی او اوس يې د ترمیم لپاره بیا خپله مټې را بډ وهلي، کوښښ کوي چې خپلې ستونزې خپله هوارې کړي.

د کور باغ کلیوالي شورا غړی دلاور خان وايي: "پر کوم سړک چې موږ کار کوو، دا د وټه پور ولسوالۍ اړوند د ملکانې او قیر سړک څخه پیل شوی دی او د کورباغ تر پای کلي ګنډیل پورې، ۴۵کیلومتره اوږودوالی لري. نه موسسې مرسته کړې، نه تېر حکومت او نه هم طالبانو، په خپل ساړه سوکړک سل کسان کار کوو. پخواني حکومت کې مو هم د سړک رغولو کار کړی اوس هم لګیا یو، موږ د دې وطن او حکومت خلک یو، باید موږ سره مرسته وشي."

مدني فعالان او د خیر ښېګڼې ټولنو کار کوونکي هم د کور باغ او نورو سیمو کې د اشر ګټور دود ژوندي ساتلو ته خوښ دي.

د دوی په خبره همدا اشر و چې په برکت به یې حکومت او ولسونو په ګډه ستر او بنسټیز کارونه کول چې ډېری جوړ شوي کانالونه، ویالې، سربندونه او سړکونه يې ښکاره بېلګې دي.

په کونړ کې طالب چارواکي هم په دې خوښ دي چې خلک د خپلو ستونزو د هواري لپاره خپلې مټې رابډ وهي، خو له مرستندویه ټولنو غواړي چې باید دغه خلکو سره د کار په بدل کې د خوراکي او نورو موادو مرستې وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د جنګونو له پیل وړاندې زیاتې مهمې او ټولګټې پروژې حکومت او ولس په ګډه او په اشر ترسره کولې، ولسونو به هم دغه پروژې خپلې ګڼلې، په رغاونه او ساتنه کې به يې خپله ونډه ترسره کوله، د جګړو او کډوالیو سره د اشر ګټور دود کم رنګی شو، خو اوس بیا هڅه کېږي چې اشر دود بیا عام شي.