د چک جمهوریت پولیس وایي، پروسږکال دغه هېواد ته د غیرقانوني کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د چک پولیسو د جمعې په ورځ څرګنده که چې تېر کال یې تر ۱۱ زره ډېر کسان چک جمهوریت ته په ناقانونه توګه د ورتلو یا په کې د پاتېدو په خاطر نیولي دي.
د جرمني اژانس د راپور له مخې په همدې تور په ۲۰۲۰میلادي کال کې چک پولیسو شااوخوا څلور زره کسان نیولي وو.
په راپور کې راغلې دي چې تېر کال تر ټولو ډېر خلک د اوکراین او ورپسې د مالدووا نیول شوي دي.
د جرمني اژانس د راپور په استناد د چک جمهوریت پولیسو تر ۱۳۰۰ ډېر هغه کسان هم نیولي دي چې جرمني ته یې د تګ قصد درلود چې په دوی کې اکثر د افغانستان او سوریې اتباع دي.