د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو پرون اعتراضي غونډه وکړه.
د غونډې برخه والو د علي وزیر او د پاکستان له زندانونو د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یو شمېر نورو غړیو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
علي وزیر د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی د دوه زره شلم کال د ډسمبر په شپاړسمه په پېښور کې ونیول شو او کراچۍ ته واستول شو، هلته پر ده تور دی چې د حکومت پرضد یې خلک بغاوت ته پارولي دي.
علي وزیر او د پي ټي یم د غورځنګ نور مشران دا تور بې بنسټه بولي.