پاکستان: د اغزن سیم د لګولو چارې به د طالبانو په موافقه بشپړه شي 

اغزن تار

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د لګولو چارې به د طالبانو په موافقه بشپړې شي.

شېخ رشید احمد پرون په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د ډیورنډ پر ۲۶۰۰ کرښه کیلومتره اغزن تار لګول شوی او اوس یوازې ۲۱ کیلومتره ځای پاتې دی.

ښاغلي رشید احمد طالبان د پاکستان وروڼه وبلل او ویې ویل چې پاکستان به د اغزن تار د لګولو په برخه کې د طالبانو د حکومت موافقه واخلي.

اسلام اباد، د کابل له اعتراضونو او مخالفتونو سره-سره، د ډیورنډ پر کرښه چې د بریتانیا له استعماره پاتې وېش دی د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ.

د شیخ رشیداحمد د تازه څرګندونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوه ویلي و چې باکستان حق نه لري، په دې سیمه کې اغزن سیم ولګوي او اختلاف رامنځ ته کړي.

نوموړي ویلي و چې دا ناسم اقدام او له قانون سره په تضاد کې کار دی.