په خېبرپښتونخوا کې د شوې حملې مسوولیت پاکستاني طالبانو ومانه

ارشیف، یو وژل شوی پاکستانی سرتیری

په خېبرپښتونخوا کې د هغې حملې مسوولیت پاکستاني طالبانو ومانه چې یو سرتېری په کې ووژل شو.

د پاکستاني پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې دا برید پرون سهار وختي په بنو ولسوالۍ کې د پوځ پر یوه اډه شو.

بیان زیاتوي چې د برید پر مهال پوځیانو هم ځوابي ډزې وکړې، خو وايي معلومه نه ده چې برید کوونکو ته به تلفات اوښتي وي او که نه؟

د پاکستاني طالبانو تحریک 'TTP' پر ټویټر په هغه بیان کې چې د دې برید پړه یې منلې، په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د پاکستان پوځ په یوه جلا بیان کې په میرانشاه سیمه کې د افراطي وسله والو پر یوه مرکز د عملیاتو پر مهال د یوه وسله وال کس د وژلو او د دوو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی.

د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له ناکامۍ وروسته TTP خپلو حملو ته زور ورکړی.