پر اوکراین سایبري برید؛ واشنګټن کییف ته د مرستې وړاندیز کړی

د روسیې او اوکراین ګډ بیرغونه

متحدو ایالاتونو له اوکراین سره له هغه سایبري برید څخه د رغېدو په چاره کې د مرستې وړاندیز کړی چې کییف وايي، ښکاري د روسیې له استخباراتو سره د تړلو هککرانو ګروپ لاس په کې درلود.

د دې برید خبر لومړی پرون سهار د اوکراین د پوهنې او علومو وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه ورکړ.

وروسته کییف وویل، دې سایبري برید چې د جنوري د ۱۳ او ۱۴مې ترمنځ شپه کې وشو، د هېڅ یوه دولتي وېب سایټ محتویات نه دي بدل کړي او هېڅ ډول شخصي معلومات هم نه دي افشا شوي.

د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې وویل چې د دې پېښې په اړه د تحقیقاتو په نتیجه کې داسې نښې نښانې په لاس ورغلي چې ښيي په دې برید کې د روسیې د ځانګړو خدماتو له ادارو سره د تړلو هککرانو ګروپ لاس لري.

دا برید داسې مهال کېږي چې د روسیې او لویدیځ ترمنځ اړیکو کې کړکېچ تر بل هر وخت اوس زیات شوی او په دې ترڅ کې روسیې د اوکراین د پولو په اوږدو کې سرتېري او پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي دي.