شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي ازمویلي

ارشیف؛ شمالي کوریا د میزایل ازمایښت

شمالي کوریا نن دوه بالستیک توغندي وازمویل.

دا ازموینه دوه ورځې وروسته تر دې پیونګ یانګ وکړه چې واشنګتن پرې نوي بندیزونه ولګول.

په تېرو دوو اوونیو کې د شمالي کوریا له لوري دا د توغوندیو درېیمه ازموینه ده.

د جنوبي کوریا لوی درستیز وویل چې د لنډ واټن دوه بالستیک توغندي یې له شمالي پی یانګ ولایته د هېواد د لویدیځو سمندرغاړو په لوري توغولي دي.

د جاپان ساحلی ځواکونو هم راپور ورکړ چې شمالي کوریا توغندي توغولي دي چې ښایي بالستیک وي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت په وینا خبر ورکړ چې پیونګ یانګ د ځان د دفاع لپاره د داسې ازموینو حق لري او واشنګتن په عمدي ډول د نویو بندیزونو د لګولو له لارې وضعیت پسې کړکیچنوي.

واشنګتن د چهارشنبې په ورځ وروسته تر دې چې شمالي کوریا یو لړ توغندي وازمویل د دغه هېواد د وسلو پر پروګرام د لومړي ځل لپاره بندیزونه ولګول.