د فاریاب په مرکز میمنه کې نن د طالبانو ځواکونو ټانکونه ګزمه کوي.
دا ځواکونه په دغه ښار کې له پرونیو شخړو وروسته راوتلي دي.
په دې ترڅ کې ځینې سرچینې نن په میمنه کې د شخړو پر مهال د دوو کسانو د وژلو خبر ورکوي، خو رسمي سرچینو دا خبر نهدی تأیید کړی.
د طالبانو د قوماندان مخدوم عالم له نیولو وروسته پرون په میمنه کې اعتراضونه وشول او اعتراض کوونکو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
مخدوم عالم د طالبانو قوماندان پرون په بلخ کې په خپله طالبانو ونیو.
د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق ازادي راډیو ته په وټساپ کې خبر ورکړ چې دا کس خوشې شوی دی.