د اوکراین د حکومت پر یو شمېر وېب پاڼو پراخ سایبري بریدونه شوي 

سایبري برید

د اوکراین د حکومت پر یو شمېر وېب پاڼو پراخ سایبري بریدونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لویدیځ او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر کړکیچ زیات شوی دی.

روسیې د اوکراین له پولې سره نږدې یولک پوځیان او پوځي وسایل ځای پرځای کړې دي.

د اوکراین پوهنې وزارت نن سهار لومړی ځل دا خبر خپور کړ او په خپله فېسبوک پاڼه کې یې ولیکل چې د نړیوال سایبري برید له امله د جنوري د ۱۳مې او ۱۴مې شپې په ترڅ کې د پوهنې او ساینس وزارت وېب پاڼه په موقتي ډول بنده شوې ده.

وروسته بیا کییف وویل چې له دې بریدونو سره د حکومتي وېب پاڼو اطلاعات نه دې ګډوډ شوي، همداراز شخصي معلومات نه دې افشا شوي.

د اروپایي ټولنې جګپوړي دیپلومات جوزپ بوریل دا سایبري برید وغانده او ویې ویل چې د اروپایي ټولنې سیاسي-امنیتي کمېټه او د سایبر واحدونه به وګوري چې څرنګه ځواب ورکړي او له کییف سره مرسته وکړي.

د اوکراین حکومت په یوه بیان کې ویلي دي چې یو شمېر نوري دولتي وېب پانې ځنډول شوي څو د برید مخه ونیول شي، خو اکثر اغیزمنې دولتي پاڼې مخکې لا بېرته فعالې شوې وې.