ترکیې او ارمنستان د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره خوشبیني څرګنده کړې 

د ترکیې ولسمشر

ترکیې او ارمنستان پرون د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره د خبرو په درشل کې خوشبیني څرګنده کړې ده.

د ترکیې او ارمنستان ځانګړي استازي به د مستقیمو خبرو لومړی پړاو د جون په ۱۴مه په مسکو کې پیل کړي.

دا مذاکرات د روسیې په منځګړیتوب په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.

ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په انقره کې د اروپايي ټولنې د سفیرانو غونډې ته وویل، ترکیې له ارمنستان سره د خپلو اړیکو د عادي کولو بهېر پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه، د ارمنستان لپاره دا مهمه ده چې له دې فرصته ګټه واخلي او له اذربایجان سره هم ښې اړیکې ټینګي کړي.

له بلې د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند واهان هونانیان پرون پنجشنبې وویل چې هېواد یې له ترکیې سره له څو کلنو سړو اړیکو وروسته تمه لري چې دا خبرې به له قید او شرط پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو ټینګولو ته لاره اواره کړي.

د ترکیې او ارمنستان ترمنځ اړیکې له تاریخي پلوه د عثماني امپراتورۍ د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۱۵ کال کې د ارمنانو د ګڼې وژنې په خاطر تل پېچلي شوې.

په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د پرځېدو پرمهال د ناګور ناقره باغ د لانجمنې سیمې پرسر له لذربابجان سره د ارمني بېلتونپالو جګړې، د انقرې او ایروان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو امکانات کمزوری کړ.