هنګري؛ د ډاکټر له مشورې وروسته خلکو ته د کرونا ضد واکسین څلورم ډوز تطبیقوي

هنګري

د هنګري حکومت وايي، هغو خلکو ته به د کرونا ضد واکسین څلورم ډوز هم تطبیق کړي چې له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وغواړي.

د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان د دفتر رئیس ګیرګلي ګولیاس د حکومت دا پرېکړه پرون اعلان کړه.

له هنګري مخکې ډنمارک د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د واکسین څلورم ډوز به هغو خلکو ته چې کمزوري دي تطبیق کړي.

همداراز اسراییلو او چیلي د کرونا ضد واکسین د څلورم ډوز تطبیق تر کار لاندې نیولی.

د هنګري د نږدې لس ملیون وګړو څه باندې شپږ ملیونه خلکو لږترلږه دوه ډوزه او په دوی کې شااوخوا ۳ ملیونه خلکو د واکسین درېیم ډوز لګولی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د اومیکرون په نوم د کرونا نوې بڼه د دلتا د بڼې پرتله خفیف علایم لري او په تېره په واکسین شویو خلکو کې یې د بستر کېدو او مړینې احتمال لږ دی.