برېښنا شرکت: له ازبیکستانه د برېښنا بهیر کې راغلې ستونزه هواره شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، له ازبیکستانه افغانستان د وارداتي برېښنا په بهیر کې د ناڅاپي کمې ستونزه بېرته هواره شوې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې د افغانستان برېښنا شرکت له ازبیکستانه په وارداتي برېښنا کې د شپېته په سلو کې کموالي خبر ورکړی و او ویلي یې وو ، تاشکند د برېښنا د کمولو پرېکړه د افغانستان له برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته کړې ده.

خو نن سهار د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې وویل چې له ازبیکستانه د برېښنا په بهیر کې راغلې ستونزه هواره شوې ده: "کومه ستونزه چې د ازبیکستان د تیلې مرجان دستګا کې رامنځته شوې وه، هغه بشپړه هواره شوه او اوس د افغانستان برېښنا شرکت د قرارداد له مخکې له ازبیکستان سره یې کړې، بشپړه برېښنا ترلاسه کوي."

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبیکستان سره نژدې دوې اوونۍ مخکې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې دوه میلیارډه کیلو واټه برېښنا د یوه کال په موده کې د شااوخوا سل میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت افغانستان ترلاسه کوي.

خو د دې سربېره د دې یوې میاشتې په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې افغانستان ته د ازبیکستان د وارداتي برېښنا په صادراتو کې ستونزې رامنځته کېږي.

افغانستان په سلو کې دیرش فیصده شته برېښنا په کور دننه ترلاسه کوي او اویا په سلو کې له ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.