ایران بیا فرانسوي الاصله ایرانۍ څېړونکې فریبا عادلخوا زندان ته بیولې

فرانسوي الاصله ایرانۍ څېړونکې فریبا عادلخوا

ایران یو ځل بیا فرانسوي الاصله ایرانۍ څېړونکې فریبا عادلخوا زندان ته بیولې ده.

زندان ته د نوموړې د بیا اچولو خبره د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون د جنورۍ په ۱۲مه وکړه او دې وزارت د ایران پر دې کار تعجب کړی دی.

عادلخوا وروسته تر دې بیا ځلي زندان ته بیول کېږي چې له څه باندې یوه کال راهیسې په کور کې نظر بنده وه.

د پاریس د ساینس پو پوهنتون Sciences Poدا څېړونکې په ۲۰۱۹ کال کې د تهران په هوایي ډګر کې ونیول شو او د ملي امنیت پرضد د یوې توطئې په جرم په پنځه کاله حبس محکومه شوه.

نوموړې انسان پېژندونکې او د شیعه مذهب متخصصه ده. ایران سملاسي نه دي ویلي چې ولې یې دا بیا زندان ته بیولې.