اوچا: پروسږکال افغانستان کې ډېرې مرستې کورني بې ځایه شوېو سره شوي

ارشیف، کندهار کې بې ځایه شوي کډوال

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې پروسږکال په افغانستان کې تر ټولو ډېرې بشري مرستې له کورنیو بې ځایه شوېو سره وشوې.

دا اداره وایي چې په دوه زره یوویشتم کال کې نژدې اووه لکه کسان د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شول.

د اوچا د راپور له مخې دغه کسان د جګړو او بې وزلي له امله ونه توانېدل چې خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.

د اوچا د راپور له مخې په دوه زره یوویشتم کال کې یو اعشاریه ۲۷ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د اګسټ په پنځلسمه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په زرګونو کسان ایران او پاکستان ته اوښتې دي، خو اوچا په خپل راپور کې د دې کسانو وتلو ته اشاره نه ده کړې.