د اسراییل د استخباراتو په وینا څلور اسراییلۍ مېرمنې یې ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
د اسراییل د استخباراتو اداره څرګندوي چې دا مېرمنې هغه یهودانې دي چې له ایرانه اسراییل ته کډوالې شوې دي او تېره میاشت د یو شمېر جدي جرمونو په تور تورنې شوې.
د اسراییل د استخباراتو د بیان له مخې له دې مېرمنو سره د رامبود نامدار په نوم یوه ایراني جاسوس چې ځان یهود ګني په فیسبوک کې ارتباط نیولی دی.
که څه هم دا مېرمنې شک کوي چې دا کس به د ایران جاسوس وي، خو دوی د پیسو په وړاندې له هغه سره اطلاعات شریک کړي دي.
په هغو عکسونو کې چې دې مېرمنو ایران ته استولي دي په تل ابیب او بیت المقدس کې د امریکا د متحد ایالاتونو د ډپلوماټیکو ځایونو، د رای ورکولو د یوه مرکز، د کورنیو چارو د وزارت د یوه دفتر او د یوه شاپنګ مال عکسونه شامل دي.
د اسراییل استخبارات وایي، ښایي له دې اطلاعاتو د تروریستي بریدونو لپاره استفاده وشي.