د فوټبال ملیونونه مینه وال به نن شپه د اسپانیا د ریال ماډریډ او بارسالونا د ټیمونو تر منځ راښکوونکې لوبه ننداره کړي.
دا دوه سر سخت سیالان د اسپانیا د سوپر کپ په نیمه وروستي پړاو کې د یو بل سره مخ کېږي.
د دې لوبې کوربه د سعودي عربستان د ریاض ښار دی.
د بارسالونا او ریال ماډریډ مخامخ کیدل په الاکلاسیکو مشهور دي.
په تېرو څلور الکلاسیکو کې ریال ماډریډ بریا خپله کړې او ددې ټیم پلویان د پنځمې بریا په تمه هم دي.
د نن شپې لوبه به د بارسالونا د ټیم د روزونکي ژاوي هرناندیز لومړنی الکلاسیکو وي.
ژاوي چې مخکې د بارسالونا کیپتان او لوبغاړی و، د ریال ماډريډ په وړاندې د ډیرو لوبو ریکارډ لري.