هرات کې د سوداګرو او پانګه والو د اختطاف په اړه اندېښنې زیاتې شوي

د هرات ښار

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ولایت کې د سوداګرو او پانګه والو د اختطاف په اړه اندېښنه ښيي.

د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې درې سوداګر په هرات ولایت کې تښتول شوي دي چې د یوه جسد تېره ورځ پیدا شو.

د نوموړي په خبره، په تېر نظام کې هم په هرات کې د سوداګرو تښتونه ډېره وه او د طالبانو له واکمنېدو سره وضعیت بدلون نه دی کړی.

نوموړی وايي‏، د نظام د بدلون پر مهال د ډېرو زندانیانو د ازادېدلو له امله په دې ولایت کې د تښتونې پېښې ډېرې شوي.

ښاغلی غوثي وايي، د سوداګرو او پانګه والو تښتونه په هرات کې په سوداګریزو چارو منفي اغېز کوي.

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دې ولایت د سوداګرو د امنیت په اړه اقدام وکړي.