'CPJ': طالبان دې خبریالان 'مدرس، رحیمي او عزیزي' سمدستي خوشې کړي

کابل کې یو تن وسله وال طالب

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې یا 'CPJ' د هغو درېیو افغان ژورنالیستانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې ویل کېږي طالبانو نیولي دي.

'CPJ' په یوه بیان کې چې بېګا ناوخته خپور شو ویلي دي چې د طالبانو چارواکي باید فیصل مدرس، ادریس رحیمي او میلاد عزیزي سمدستي او بې شرطه خوشې کړي او د کار پر مهال د رسنیو د کار کوونکو نیول بند کړي.

په بیان کې یادونه شوې چې مدرس د کابل د مینه والو په نوم د یوټیوب چینل ویندوی، رحیمي یې کمره مین او عزیزي د دې چینل مالک دی.

'CPJ' د خپلو سرچینو په حواله وایي چې دا درې ژورنالېستان د رشید عزیزي په نوم له یو بل تن سره یوځای د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د کابل په نوي ښار کې له یوه رسټورانټ څخه ونیول شول، خو طالبانو وروسته رشید عزیزي خوشې کړ مګر فیصل مدرس، ادریس رحیمي او میلاد عزیزي لا هم په بند کې دي.

د خبریالانو د دې مدافع ټولنې په وینا دا درې ژورنالېستان د طالبانو د حکومت د استخباراتي ادارې د ترورېزم ضد څانګې له خوا نیول شوي دي او د دوی د کورنیو غړو او مدافع وکیلانو ته له دوی سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د 'CPJ' د راپور له مخې دې ژورنالېستانو د هغې مظاهرې راپور ورکړی و چې د یوه ملکي وګړي د مړینې په غبرګون کې په پنجشېر ولایت کې وشوې.