فیض الله جلال: طالبانو راڅخه غوښتنه کړې چې تُندي خبرې به نه کوم

د کابل پوهنتون استاد پوهاند فیض الله جلال

د کابل پوهنتون استاد پوهاند فیض الله جلال د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ازادي راډیو ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ترې دا غوښتنه کړې ده چې تردې وروسته به تُندي خبرې نه کوي.

نوموړي وویل: "ښکاره ده چې ځینې شیان رد او بدل شول، خو اجازه راکړئ چې دا محفوظ پاتې شي."

استاد جلال څلور ورځې مخکې پر ټویټر د طالبانو پر ضد د انتقادي څرګندونو په تور ونیول شو، خو دی وایي چې طالبانو له ده سره په بند کې ډېر ښه چلند کړی او دی خپله ټویټر نه لري دا کوم ټویټر چې د ده په نوم دی دا جعلي جوړ شوی دی.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته د ښاغلي جلال د نیولو پرمهال د اوونۍ په پیل کې ویلي و چې د پوهنتون د استاد له ادرسه تخریبي کړنې ترسره کوي او په دې برخه کې د وضاحت ورکولو لپاره استخباراتو نیولی دی.