یو اذري سرتیری او ۲ ارمني عسکر د دواړو  هېوادونو پر پوله ووژل شول

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ پوله

د اذربایجان یو سرتیری او د ارمنستان دوه عسکر د دواړو هېوادونو پر پوله پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) ووژل شول.

دواړه لوري پر یوه بل تور پورې کوي چې لومړی یې نښته پيل کړه.

د ارمنستان دفاع وزارت وایي، د اذربایجان ځواکونو پرون تر غرمې وروسته پر یوې سرحدي سیمې ډزې وکړې چې د دوی دوه سرتیري یې ووژل او دوه یې ټپيان کړل.

تر دې مخکې د اذربایجان دفاع وزارت ویلي و چې د ارمني ځواکونو د ډزو پر مهال د دوی یو عسکر وژل شوی دی.

دا دوه ګاونډي هېوادونه د ناګورنو قره باغ د سیمې پر واکمنۍ سره مخالف دي او پروسږکال یې د جولای په میاشت کې سخته جګړه وکړه چې په کې دواړو لوریو ته ګڼ پوځیان او ملکیان ووژل شول.