سپینه ماڼۍ افغانستان کې پر بشري مرستو  ۳۰۸ ملیونه ډالره نوره بسپنه هم لګوي

سپینه ماڼۍ

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا متحد ایالاتونه به په افغانستان کې پر بشري مرستو د ۳۰۸ ملیون ډالرو په ارزښت نوره بسپنه هم ولګوي.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، له دې مرستې سره له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې له افغانستان سره د امریکا د مرستو اندازه ۷۸۲ ملیون ډالرو ته ورسېده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ایملي هورن نن په یوې اعلامیې کې وویل، د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې دغه بشري مرستې به د خپلواکو بشري سازمانونو له لارې ولګول شي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو نن ویلي چې روان میلادي کال په افغانستان کې د بشري غمېزې د مخنیوي لپاره ۵ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د افغانستان بانک شااوخوا ۹ نیم ملیارد دالره شتمنۍ په امریکا کې کنګل شوې چې ورسره په افغانستان کې بې کاري او بې وزلۍ هم پراخه شوې ده.