د طالبانو د ننګرهار د والي ویاند ملا قاضي عادل په دې ولایت کې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند پر مړینه بې خبري وښوده.
په پاکستان کې ځینو سرچینو ازادۍ راډیو ته وویل، د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند مفتي خالد بلتي چې د محمد خراساني په نوم یې فعالیت کاوه پرون په ننګرهار کې وژل شوی دی.
دغو سرچینو د دې وژنې د څرنګوالي په باب نور معلومات نه دي ورکړي.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې خراساني ژوندی دی، خو په دې وروستیو کې یې له دې غورځنګ سره کومه دنده نه درلوده.