کونړ کې طالب چارواکي تاییدوي چې په وټه پور ولسوالۍ کې له غره د تیږې ښویېدو په پېښه کې یوه ماشومه وژل شوې ده.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست، مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، د نن (سې شنبه-د مرغومي ۲۱مه) سهار په دې پېښه کې شپږ ماشومان ټپیان شوي هم دي.
د اسعد اباد مرکزي روغتون رییس ډاکتر عطاالله ساپي ازادي رادیو ته وویل چې د پېښې له ځایه ورته دري ټپیان ور وړل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه تیږه د سختو ورښتونو له کبله ښویېدلې ده.