ملګرو ملتونه: افغانستان لپاره ۵ میلیارډه ډالره بسپنې ته اړتیا لرو

ملګري ملتونه

ملګرو ملتونو نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) وویل چې په افغانستان کې د بشري غمیزې د مخنیوي لپاره روان میلادي کال د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت بسپنې ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه او ځینې غیردولتي سازمانونه نن د یوې انلاین غونډې پرمهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو اړو کسانو سره د مرستې لپاره خپل پروګرامونه ارزوي.

د دغه پروګرام له مخې د افغانستان په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې له پنځه میلیونه او اووه لکه افغانانو سره د ملاتړ موضوع هم شامله ده.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې په ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې د کډوالو د ملاتړ او د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره څه باندې ۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

په بشري چارو کې او د بېړنیو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارټین ګریفیټس په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې انساني غمیزه د راتلو په حال کې ده.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، بېلابېلو نړیوالو ادارو، په دغه هېواد کې د بشري بحران په اړه خبرداری ورکړی دی.