طالبانو د تاجکستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، د تاجکستان پر پوله د تخریبي فعالیتونو لپاره ګڼ کمپونه جوړ شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، بلال کریمي نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) په ټویټر کې لیکلي، طالبان د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان دا ادعا ردوي.
کریمي لیکلي، طالبان ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان سرحدونه خوندي دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د دوشنبې په ورځ د ګډ امنیتي تړون سازمان په غونډه کې د وینا پرمهال، د افغانستان چاپېره د امنیتي کمربند د جوړولو وړاندیز کړی و.
ښاغلي رحمان ویلي و چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې تر ۴۰ زیات تروریستي کمپونه جوړ شوي چې تر ۶۰۰۰ زیات وسله وال په کې دېره دي.