جنوبي کوریا: شمالي کوریا یو مشکوک بالستیک توغندی توغولی

د شمالي کوریا توغندی

جنوبي کوریا وايي چې شمالي کوریا یو مشکوک بالستیک توغندی خپلو ختیځو سواحلو ته توغولی دی.

د جنوبي کوریا په وینا، دغه توغندی ښايي تر هغه توغندي چې تر غږ یې سرعت زیات دی او شمالي کوریا تېره چهارشنبه ازمویلی و، لا پرمختللی وي.

د جنوبي کوریا د لوی درستیزانو ګډې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی او د امریکا د متحدو ایالاتونو استخباراتي چارواکي په دې اړه په څېړنه او تحلیل بوخت دي.

د شمالي کوریا له خوا دا تازه توغندی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرونۍ غونډې وروسته وتوغول شو.

په نیویارک کې د دې غونډې پرمهال د هغه څه په اړه بحث وشو چې پیونګ یانګ تر غږ د چټک توغندي ازمویل بللي دي.

د امریکا او جاپان په ګډون د امنیت شورا شپږو غړو هېوادونو پرون د هغو فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه وکړه چې د بې ثباتۍ سبب کېږي.