د ناروې د کډوالۍ شورا: افغانستان سره مرسته د ټولو ګډ مسولیت دی

د ناروې د کډوالۍ شورا سکرتر جنرال جان ایګیلند

د ناروې د کډوالۍ شورا وایي، که افغانستان سره د خوړو د خوندیتوب په چارو کې بېړنۍ مرستې ونه شي، بشري اړتیاوې به نورې هم پیچلې شي.

د دغې شورا سکرتر جنرال جان ایګیلند نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان سره مرسته د ټولو ګډ مسولیت دی.

بل لور ته ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن په افغانستان کې خپل ګډ عملیاتي پلانونه اعلان کړي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالۍ کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي او په بشري چارو او د بېړنو مرستو د همغږي کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرفیټس به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.