قزاقستان: د مظاهره چیانو ضد عملیاتو په ترڅ کې ۸زره کسان نیول شوي

قزاقستان کې پولیسو د مظاهرې یو تن ګډون والی نیولی .

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې هېواد کې د مظاهره چیانو ضد عملیاتو په ترڅ کې نژدې اته زره کسان نیول شوي دي.

په عین حال کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف وایي چې په الماتي او نورو ښارونو کې نظم بېرته عادي شوی دی.

د راپورونو له مخې الماتي د پراخو اعتراضونو شاهد و او معترضانو د یوې لنډې مودې لپاره هم د دې ښار هوایي ډګر نیولی و.

ولسمشر توقاییف پرون دوشنبه(د مرغومي ۲۰مه) د ګډو ګټو د تړون د سازمان غونډې ته په وینا کې وویل چې تر اوسه د مړینو دقیق ارقام معلوم نه دی او په دې اړه څېړنه روانه ده.

تر دې یوه ورځ مخکې د قزاقستان د روغتیا وزارت د مړینو شمېر۱۶۴ ښودلی و.

دغه اعتراضونه د جنوري په دوهمه د قزاقستان له لویدیځه د تیلو او ګازو د بیو د لوړېدو پر وړاندې پیل شول چې وروسته د دې هېواد ټولو لویو ښارونو ته پراخ شول.