امریکايي او روسي استازیو په جنیوا کې خپلې اته ساعته خبرې پای ته ورسولې

جنیوا؛ د امریکا او روسیې ګډ بیرغونه

د امریکا او روسیې استازیو اته ساعته خبرې پرون دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) ماښام په جنیوا کې پای ته ورسولې.

دغه خبرې چې د روسیې په غوښتنه ترسره کېږي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې به هم دوام وکړي.

په دې خبرو کې به ډېر تمرکز د اوکراین له پولې سره د روسیې د پوځي ځواکونو د ځای پرځای کېدو پر مسالې څرخي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویندي شېرمن له خپل روسي سیال سرګې ریابکوف سره خبرې جدي وبللې.

د مېرمن شېرمن په وینا امریکایي او روسیي پلاوو پر مذاکرې نه بلکې تر ډېره پر بحث تمرکز وکړ.

هغې زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات له څو وړاندیزونو سره د جنیوا خبرو ته راغلی چې په ختیځه اروپا کې د هوایي مدافعې د توغندیو د سیستم نصبول او پر پوځي تمریناتو محدودیتونه لګول هم په کې شامل دي.

لویدیځ هېوادونه د اوکراین له پولې سره د روسیې د شااوخوا سل زره پوځیانو ځای پرځای کېدا سخت اندېښمن کړي دي، خو مسکو وایي، پر اوکران د برید پلان نه لري.

په عین حال کې روسیه غواړي چې اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته دې په ناټو کې غړیتوب نه ورکول کېږي او هم په ختیځه اروپا کې د لویدیځ ځواکونو ځای پرځای کیدا دې محدوده وي.