د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ۲ ادارې خپل پلانونه اعلانوي

د ملګرو ملتونو بیرغ

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنیرۍ نن سې شنبه (د مرغومي ۲۳مه) په افغانستان کې خپل ګډ عملیاتي پلانونه اعلان کړي.

په دغه غونډه کې به د افغانستان بشري وضعیت ته د رسیدګي او هم په سیمه کې له افغان کډوالو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالۍ کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي او په بشري چارو او د بېړنو مرستو د همغږي کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې تېر۲۰۲۱م زیږدیز کال یې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسیدګې لپاره یو نیم میلیارډ ډالره راټول کړي دي.

خو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان کې اړو کسانو سره د مرستې لپاره شااوخوا دوه میلیارډ و شپږ سوه میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي چې د افغانستان له ۲۲ میلیونه زیات وګړي سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.