چین: امریکا دې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني خوشې کړي

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین

چین د امریکا له متحدو ایالاتونو غوښتي چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني خوشې کړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین پرون دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) په پېکنګ کې په یوه خبري کنفرانس دغه راز غوښتنه وکړه چې پر افغانستان د امریکا لګول شوي یو اړخیز بندیزونه دې لیرې شي.

دی وايي: "د امریکا متحده ایالات د افغانستان د بحران د پیلونکي په توګه باید دا ډول خپلې پښې له افغانستانه سپکې نه کړي. یو اړخیز بندیزونه په افغانستان کې اقتصادي وضعیت او ژوند بدتره کوي. موږ له امریکا غواړو چې خپلې تېروتنې ژورې درک کړي، خپلو نړیوالو مسولیتونو ته اوږه ورکړي، د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې کړي او هر څومره ژر چې کیدای شي پر دې هېواد یو اړخیز بندیزونه لېرې کړي."

د امریکا متحدو ایالاتونو د اګسټ په پنځلسمه د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه نیم میلیارډ ډالره شتمني کنګل کړه.

دغه راز افغانستان ته په تېرو پنځو میاشتو کې د نړیوالو مرستې زښتې زیاتې کمې شوي چې د دې هېواد اقتصاد له یوه ناوړه وضعیت سره مخامخ کړی دی.