د طالبانو حکومت د اوبو رسونې د ۹۸ بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل

په کابل کې د اوبو بمبه

د طالبانو د حکومت د کليو او پراختیا وزارت د ۳۵۷ ملیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د ۹۸بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبر پانه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې ویل شوي دغه تړونونه د یاد وزارت د سرپرست او د ۲۷ ولایتونو اړوند د کلیو د پراختیايي شوراګانو تر منځ لاسلیک شوي دي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي د دې پروژو په تطبيق سره به شااوخوا ۱۸۳۰۰۰ کسان د څښاک د اوبو او حفظ الصحې له اسانتیاوو برخمن شي او د یادو پروژو د جوړولو چارې به د ځايي خلکو لپاره شااوخوا ۳۰۵۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

په وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اوبو رسولو دغه پروژې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د ریاست له طریقه تطبیق او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یونېسف له خوا تمویل کېږي.