په جنیوا کې امریکا او روسیې د خبرو له پیل وړاندې سخته لهجه کارولې 

د روسیې او امریکا بیرغونه

په جنیوا کې د امریکا د متحدو ایالاتونو او روسیې ترمنځ د خبرو له پیل وړاندې دواړو لورو سخته لهجه کارولې ده.

د سټراټیژیک او امنیتي ډیالوګ په نوم دغه سرمشریزه پرون د سویس په جنیوا کې پیل شوه چې نن دوشنبه هم دوام کوي.

واشنګټن خبرداری ورکړ چې دا په مسکو پورې اړه لري چې د بندیزونو د نرمولو په اړه ډیالوګ غوره او د اوکراین په اړه له تقابل ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون «CNN» ټلوېزیون ته وویل، د ځینو دغو اختلافاتو د حل او د تقابل د مخنیوي لپاره د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ لار شته.

ده خبرداری ورکړ که روسیه پر اوکراین د یرغل اقدام وکړي دا کار به یې سخت عواقب ولري.

وروسته له هغې چې روسیې خپل زرګونه پوځیان د اوکراین پولې ته نږدې ځای پر ځای کړل، د واشنګټن په ګډون ګڼو هېوادونو روسیې ته خبرداری ورکړ.

دوی وايي روسیه پر اوکراین یرغل ته ځان چمتو کوي خو مسکو دا تور نه مني.