د کابل د پوهنتون استاد فیض الله جلال کورنۍ وایي، د هغه له توقیف ۲۴ ساعته تېرېږي، خو تراوسه نه دې توانیدلي چې ورسره اړیکه ونیسي.
د نوموړي لور حسینه جلال تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د خپل پلار روغتیایي وضعیت ته اندېښنه لري.
حسینه وایي:" موږ د استاد روغتیایي وضعیت ته سخت اندېښمن یو او دې ته په پام چې یو عمر یې په افغانستان کې مبارزه کړې او په سیاسي، ټولنیز او د افغانستان په اکاډمیکه فضاکې یو ځای لري، له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې استاد له قید او شرط پرته ژر تر ژره راخوشې کړې."
د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو هم پرون اجازه ترلاسه نه کړه چې له ښاغلي جلال سره وګوري.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد پرون په ټویټر کې ولیکل چې جلال یې د هغو څرګندونو د سپیناوي لپاره چې نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې کړې، توقیف کړی دی.
ښاغلي مجاهد ویلي چې جلال په خپلو څرګندونو سره خلک د نظام پر ضد لمسولي او د خلکو له حیثیت سره یې لوبې کړې.