د سعودي عربستان بشري مرستې په کابل کې په ۲۱۰۰ اړمنو کسانو وویشل شوې

ارشیف؛ مرستو ته ولاړې افغانې مېرمنې

د سعودي عربستان بشري مرستې په کابل کې په اړمنو کسانو وویشل شوې.

د سعودي د ریاض ورځپاڼې د راپور له مخې د پاچا سلمان د بشري مرستو او بشري چارو د مرکز له خوا د خوراکي موادو دغه مرستې چې وزن یې ۳۶ ټنه او۴۰ کیلوګرامه و په کابل کې پر۲۱۰۰ کسانو وویشل شوې.

د خبر له مخې دغه مرستې د سعودي عربستان د هغو مرستو د لړۍ یوه برخه ده چې د دغه مرکز له لوري د هوا له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د سعودي عربستان په ګډون د خلیج د نورو عربي هېوادونو او د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو بشري مرستې تر ډېره د کابل نړیوال هوایي ډګر ته لېږدول کېږي.