په مري کې د واورو توپانونه؛ د بندو سلګونه سیلانیانو د ژغورنې عملیات روان دي

د پاکستان مري سیمه

د پاکستان د پنجاب ایالت په اړونده مري سیمه کې د درنې واورې او توپان له کبله د بندو سلګونه سیلانیانو د ژغورنې لپاره عملیات روان دي.

دا سیلانیان په مري کې د سختې یخنۍ له کبله بند پاته دي او درانه تلفات هم لري.

د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ د اتو غړو په ګډون ټول ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د پنجاب اعلی وزیر عثمان بزدار پرون پر ټویټر لیکلي دي چې په مري کې بندې پاتې ټولې کورنۍ دولتي ودانیو او هوټلونو ته رسول شوې دي.

د پاکستان د ژغورنې ادارې پرون وویل چې په قربانیانو کې لس ماشومان، دوه مېرمنې او لس نارینه شامل دي.

د اسلام اباد د پولیسو د یوه چارواکي د کورنۍ اووه غړي هم په دې ډله کې دي.

چارواکو پرون وویل، د پېښې قربانیان د شپې په اوږدو کې په خپلو موټرو کې پاتې وو.

د دوی په وینا ډېری کسان د وجود د تودوخې د کمېدو له کبله مړه شوي دي.