په اندونیزیا کې د پناه غوښتونکو په ملاتړ کمپاین پیل شوی

ارشیف؛ په اندنیزیا کې د افغانو پناه غوښتونکو اعتراض

په اندونیزیا کې ایسارو افغان پناه غوښتونکو او زرګونو نورو کسانو نن له کډوالو د ملاتړ په نوم یو کمپاین پیل کړی دی.

په زرګونو پناه غوښتونکي چې څه باندې نیمايي یې افغانان دي، په اندونیزیا کې له بې برخلیک حالت سره ژوند کوي او په تمه دي چې په درېیم هېواد کې مېشت کړای شي، ځکه د اندونیزیا حکومت دوی ته د کار جواز نه ورکوي.

نن دکډوالو په ملاتړ په پیل شوي ټویټري کمپاین کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ په لویې کمیشنرۍ یو ان اچ سي ار او د کډوالو په سازمان ای او ام غږ شوی چې د کډوالو له کړاو ډک ژوند ته پام وکړي.

په اندونیزیا کې ګڼو ایسارو افغانانو چې له څو اونیو یې اعتراضونه پیل کړې پرون یې د راپورونو په اساس د هغو دوو افغان اتباعو جسدونه هم د لاریون پر مهال انتقالول چې ویل کېږي هلته مړه شوي دي.

څو معترضینو خپلې خولې هم ګڼدلې دي.

شااوخوا یوه میاشت مخکې هم یوه افغان پناه غوښتونکي د اندونیزیا په سوماترا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته ځان وسوځاوه.

پناه غوښتونکي چې په ږې ګڼې ښځې او ماشومانې هم شته وايي چې له یوې لسېزې زیات وخت کېږي چې اندونیزیا کې ایسار پاتې دي او څوک یې غږ نه اوري.


اکثر دا پناه غوښتونکي اسټرالیا ته د تلو هیلې لري.