د عفوې او د بشري حقونو سازمانونه طالبانو ته: فیض الله جلال سمدستي خوشې کړئ

فیض الله جلال

د عفوې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلی جلال چې د رسنیو له لارې د سپینو خبرو او انتقادي لهجې په خاطر نوم لري، د راپورونو له مخې پرون طالبانو په کابل کې له خپل کوره ونیو.

د عفوې نړیوال سازمان پرون پر ټویټر د استاد جلال نیول وغندل او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه او د بشري حقونو د څار د سازمان د اسیايي څانګې مرستیال مشرې پاتریشیا ګاسمن پر ټویټر ولیکل چې طالبان د ټولو استبدادي رژیمونو په څېر هر انتقاد ته د ګواښ په نظر ګوري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یو بیان کې استاد جلال متعصب انسان بللی او ویلي یې دي، هغه په ټولنیزو رسنیو کې خلک د نظام پر ضد هڅول.

ښاغلي مجاهد د استاد جلال په نوم د یوه ټویټر اکونټ د هغه پوست یوه کاپي هم ضمیمه کړې چې د ډیورنډ کرښې پر سر د طالبانو او پاکستاني ځواکونو وروستۍ نښته یې یوه ډرامه بللې ده.

د ښاغلي جلال لور حسینې جلال ویلي چې دا ټویټر پاڼه جعلي ده.

یاده پاڼه وروسته له تویټر څخه ډیلیټ شوه.

په کابل کې یو شمېر ښځو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د استاد جلال د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د ښاغلي جلال توقیف پر ټولنیزو شبکو هم پراخ غبرګونونه پارولي دي.