د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو کورنۍ یوځل بیا د عدالت تأمین وغوښت

د یو تن قرباني شوې کورنۍ غړې

د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک له خوا د یوې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې د نسکورولو د دوهمې کالیزې په مناسبت د دې پېښې د قربانیانو کورنیو یو ځل بیا د عدالت د تامین غوښتنه کړې.

د اوکراین 'پي.اېس.۷۵۲' ډوله الوتکه دوه کاله مخکې د مرغومې په اتلسمه نېټه د تهران له نړیوال هوايي ډګره تر پورته کېدو لږه شېبه وروسته د ایران د سپاه پاسدارن ځواک په دوو توغندیو رانسکوره شوه او په کې ټول ۱۷۶ سپاره کسان ووژل شول.

د ایران حکومت درې ورځې د الوتکې په نسکورولو خوله پټه کړې وه، خو وروسته یې ومنله چې دا مسافر وړونکې الوتکه د سپاه پاسداران د هوايي دفاع په توغندي ویشتل شوې خو سبب "انساني تېروتنه" وبلله.

دا الوتکه چې له تهرانه کېیف ته د تلو په نیت پورته شوې، پر بریتانوي، ایراني، کاناډايي او سویډني وګړو سربېره په کې ۱۳ افغانان هم سپاره وو.

په دې اړه نور: ایران: د نسکورې کړای شوې اوکراینۍ الوتکې په اړه خبرو ته چمتو یم

له دې افغانانو څخه یو هم د اقتصاد محصل زین العابدین وو چې د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره له سویډنه ایران ته تللی و او بېرته سویډن ته د ستنېدو پرمهال یې الوتکه نسکوره شوه.

د زین العابدین ۷۰ کلن پلار محمد مهدي سعادت ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې د خپل وژل شوي زوی په حق کې د عدالت غوښتونکي دی: "موږ د عدالت غوښتنه کوو، باید له قاتلانو څخه، د ټولو ځواکونو له قوماندان څخه باید پوښتنه وشي. دا تېروتنه عمدي وه او 'پر توغندي د دې مسافر وړونکې الوتکې د ویشتل کېدو' دا کار قصدي و."

د فردا راډیو د راپور له مخې د شنبې په ورځې په دې الوتکو کې د یو شمېر قربانیان کورنۍ چې ایران کې اوسېږي، په تهران کې د امام خمیني هوايي ډګر ته ولاړل وروسته د الوتکې د نسکورېدو په ځای کې سره راټول شول.

په دې اړه نور: غورځېدلې الوتکه؛ کاناډا: ایران دې اوکرایني قربانیانو ته تاوان ورکړي

نژدې میاشت مخکې څلورو هېوادونو کاناډا، سویډن، اوکراین او بریتانیا ایران ته درې اوونۍ مهلت ورکړ چې د غورځول شوې اوکراینۍ الوتکې اړوند پوښتنو ته ځواب ورکړي.

دغو هېوادونو چې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې یې وګړي وژل شوي، هغه وخت یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، د ایران د وضاحت نه‌ورکولو په خاطر يې د صبر کاسه ډکه شوې ده.

د ایران حکومت تر اوسه د کاناډا، سویډن او اوکراین هغې غوښتنه له پامه غورځولې چې وايي، د پېښې د قربانیانو کورنیو ته دې ایران تاوان ورکړي.