امریکا: قزاقستان ولې د روسیې په مشرۍله امنیتي سازمانه مرسته غوښتي؟

روسیې قزاقستان ته خپل سرتیري ولیږل

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن د قزاقستان د دې غوښتنې په اړه پوښتنې لري چې د روسیې په مشرۍ یې له امنیتي سازمانه د اعتراض کوونکو د مخنیوي لپاره ولې د مرستې غوښتنه کړې ده.

انتوني بلینکن زیاته کړه، ښکاره ده چې د قزاقستان چارواکي دا ظرفیت لري چې له دې اعتراضونو سره مناسب چلند وکړي، داسې چې د اعتراضونو پر مهال په قانوني ډول هم د لاریون کوونکو د حقونه درناوی وشي او هم نظم مراعات شي.

قزاقستان تېره اوونۍ د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو د امنیتي تړون له غړیو هېوادونو چې روسیه، بېلاروس، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي دي د هغو مظاهرو د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه وکړه چې د ګازو د بیو د زیاتېدو لپاره په ټول قزاقستان کې پیل شوې.

روسیې د دې غوښتنې په ځواب کې څو زره سرتېري قزاقستان ته واستول.

انتوني بلېنکن په داسې وخت کې دا څرګندونې کړي دي چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړې ده چې پر هغو کسانو چې د ده په وینا بلواګر دي او نه تسلمېږي ډزې وکړي او ویې وژني.