طالبان فرهنګیانو او شاعرانو ته: افغانان یووالي او ورورۍ ته راوبلئ

د پښتو ژبې نامتو شاعر پیر محمد کاروان

د جنوري په ۷مه د خوست د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نووښت مشاعره او د ترنم دستوره جوړه شوې وه.

دې مشاعره کې چې د شاعرانو او فرهنګیانو سربیره د طالبانو د حکومت لوړپوړو کسانو هم برخه درلوده، له شاعرانو وغوښتل شول چې ولسونو ته د یووالي او ورورګلورۍ پیغامونه ورکړي.

د طالبانو د قطر د مذاکراتي ټیم غړي انس حقاني خپلو خبرو کې فرهنګیانو او شاعرانو ته وویل، په لیکونو او شعرونو کې مو ولسونو ته ډاډ ورکړئ، هغوی د هېواد رغونې او یووالي ته راوبلئ.

فرهنګپال او شاعر نورشاه نوراني وویل، ادبي ناستې او مشاعرې د ادب او فرهنګ په غښتلتیا او بډاینه کې مهم رول لري او اړوندې ادارې باید دې لوري ته خپل پام ډېر کړي.

د پښتو ژبې نامتو شاعر پیرمحمد کاروان د یادې مشاعرې په اړه خپل تاثرات داسې وړاندې کړل: "داسې خواږه داوودي غږونه مې واورېدل چې د زړه تنګې غوټۍ مو ورسره باغ، باغ او ګل، ګل وغوړېده، عارفان وايي چې د خبرو میدان تنګ دی وايي چې مانا ته راووځه، مانا د زړونو اخلاص دی، صدق دی، لطافت دی، عاطفه ده او مینه ده."

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جوړې شوې مشاعرې یوه برخه حماسي ترانو او د غزلونو او شعرونو ترنم ته ځانګړې شوې وه.

خوستي شاعر طاهر امین تعجب ګډونوالو ته خپل ترنم وړاندې کړ چې د حاضرینو له ښو احساساتو سره مخامخ شو.