بدخشان کې مظاهره کوونکې مېرمنې: طالبان دې د زده کړو او کار اجازه راکړي

آرشیف- دا عکس تزئیني بڼه لري

د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو شمېر ښځو پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د طالبانو له خوا پر دوی د لګول شوېو بندیزونو پرضد مظاهره وکړه.

په بدخشان کې د ښځو فعالې او د همدې مظاهرې تنظیمونکې سٌمیه نعیمي ازادي راډیو ته وویل: "ښځې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، ښځې حق نه لري چې درس ووایي او کار وکړي، د ښځو لپاره د ښونځینو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. له طالبانو غواړو چې نجونو ته د ښونځیو او پوهنتونونو دروارې پرانیزي، دوی باید ښځو ته د ازادۍ او کار اجازه ورکړي."

له دې وړاندې ښځو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته مظاهرې کړي او طالبان یې تورن کړي چې د نجونو د کار او تعلیم په برخه کې کړې ژمنې نه عملي کوي.

طالبان بیا له ډېره وخته وایي چې د ښځو د تعلیم او کار په اړه په یوې تګلارې کار کوي او دوی عملاً په څو ولایتونو کې د نجونو لېسې ښوونځي پرانیستي هم دي.