کندز کې ترافیکې پېښې ۱۰ تنه ټپیان کړي دي

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د سپرلۍ د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.

د دغې ولسوالۍ په پنځوس بستریز روغتون کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د سرچینې په باور، دغه بس له کابله تخار خوا ته روان و چې پرون د خان اباد اړوند سیمه کې چپه شو.

د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډیو ته ویلي، پېښه د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ او چټک تګ له کبله رامنځته شوې ده.