د بې پولې ډاکټرانو ډلې د پولنډ-بېلاروس له پولې لاړل

د پولنډ او بېلاروس پر پوله ځینې کډوال

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، د دوی ډلې وروسته تردې د پولنډ له پولې ولاړې چې د پولنډ چارواکو یې پناه غوښتونکو ته د لاسرسي مخه ونیوله.

د پولنډ او لېتوانیا لپاره د 'اېم.اېس.اېف' د بیړنیو چارو همغږې کوونکې فراوک اوسیګ 'Frauke Ossig' په یوه بیان کې ویلي، دې سازمان درې میاشتې هڅه وکړه چې د بیړنۍ ځواب ورکونې ټیمونو ته سرحدي سیمه کې د ځنګه دننه د تګ اجازه واخلي.

د راپورونو له مخې، دغې سیمه کې د ژمي په دې سړه هوا کې پناه غوښتونکي بند پاتې دي.

اروپایي ټولنه د بېلاروس د واکمن الکساندر لوکاشینکا رژيم تورنوي چې دغه کډوال یې د پولنډ، لاتویا او لېتوانیا پولې ته راوستلي دي.

پولنډ خپلې خاورې ته د کډوالو د مخنیوي لپاره اغزن سیم او کټاره درولې او زرګونه سرتیري یې هم ځای پر ځای کړي دي.

دغې سیمې ته د ورتګ لپاره خبریالان او د بشري مرستو کارکوونکي ځانګړې اجازې ته اړتیا لري.