د امریکا او روسیې دفاع وزیرانو د اوکراین په اړه وغږیدل 

پنټاګون په یوه لنډ بیان کې ویلي چې لویډ اسټن او سیرګي شویګو پرون دا خبرې کړي

د امریکا او روسیې د دفاع وزیرانو د اوکراین پولې ته نژدې د "خطر پر کمولو"خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه لنډ بیان کې ویلي چې لویډ اسټن او سیرګي شویګو پرون پنجشنبه(د مرغومي ۱۶مه) دا خبرې کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي: "موږ اوس هم په ښکاره ډول د هغه څه په اړه اندېښمن یو چې وینو یې."

د روسیې او امریکا د دفاع وزیران داسې مهال دا خبرې سره کوي چې لویدیځ قدرتونه د اوکراین پولې ته نژدې د روسیې له خوا د یو لکو سرتیرو په ځای پر ځای کولو اندېښمن دی او دا پر اوکراین د یرغل احتمال ته چمتوالی بولي.

روسیه بیا داسې اقدام ردوي، خو وایي دا ضمانت غواړي چې اوکراین او د پخواني شوري اتحاد مخکیني جمهوریتونه باید د ناټو غړي نه شي.