طالبان: د هلمند، کندهار او ارزګان سېلاب‌ځپلو سیمو ته مو مرستندویه ډلې استولي

ارشیف؛ کندهار

طالب چارواکي وايي، هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې یې سېلاب‌ځپلو سیمو ته مرستندویه ډلې استولې دي.

دې ولایتونو کې د وروستیو سختو ورښتونو وروسته زیان اړوونکي سېلابونه راوتلي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د وضعیت د کابو کولو لپاره هڅې روانې دي.

مجاهد وویل: "مرسته رسوونکو ډلو ځانونه سیمې ته رسولي دي. ان‌شاءالله د وضعیت د کنټرول په حال کې یو. که څه هم د تلفاتو کوم راپور نه‌شته، خو هغه کسان چې په سېلابونو کې بند پاتې وو، د هلیکوپټرو په وسیله ژغورل شوي دي."

له دې سره هم‌مهاله د طالبانو د حکومت رئیس‌الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له پېښو سره د مبارزې کمېسیون په خپله غونډه کې ټولو ادارو ته دنده ورکړې چې د وروستیو ورښتونو له کبله زیانمنو شویو کورنیو ته دې مرسته ورسوي.