د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په هرات کې ۲۵۰ مېرمنې وړې تولیدي کارخونې لري چې په هرې کارخونې کې له ۱۵ تر ۲۰ مېرمنې کار کوي.
د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو سیاسي بدلونونو د هرات ولایت د سوداګرو ښځو په فعالیتونو ډېر تاثیر نه دی کړی او هغوی د تېر جمهوري حکومت په څېر خپلو فعالېتونو ته دوام ورکوي.
د نوموړي په خبره دا مېرمنې د لاسي صنایع، د ورېښمو د تولید، د زعفرانو د کښت، د خوراکي توکو د تولید او په نورو برخو کې کار کوي چې تولیدات یې په هېواد او له هېواده بهر بازار لري.
ښاغلی غوثي وايي، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي چې د پخوا په څېر د دوی تولیدات په نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شي.